بریالیتوب ته ښه راغلاست
بریالیتوب یو نا پیلى ټولنیز او پوهنیز چوپړیال بريښنايي کاریال دى، چې د ښاغلي ډاکتر خادم ، قدرمن انجنیر عبدالکبیر صالح ، آغلې خادم ، قدرمن شفیع الله محمدي ، آغلې روحیله بسمل ، ډاکتر اعجالحق اعجازي، محترم فیصل حقانې او ښاغلي دانش بسمل د هڅو او زیار په پایله کې ستاسو د غوره او ښه چوپړ لپاره پرانستل شو، تر څو تاسو ته هر راز د پوهنې ، څېړنو او سپړنو د اړتیا وړ لیکنې وړاندې کړي.
د بریالیتوب کره او ريښتونې موخه ستاسو ریښتینی د ویاړ وړ بریالیتووب دى.
بریالیتوب د هیڅ سیاسې ، نظامې او تجسیسې ډلې ټپلې ننګه او پلوي نکوي يوازينۍ موخه یې د خلکو پوهنیزه کچه لوړول ، په ټولنه کې د ناوړه دودونو ، فکرونو ، رواجونو او باورونو ختمول ، خلکو ته د هر وړ قانوني کار او کسب اړینې لارې چارې ښودل ، د ورځني ژوند د ستونزو د حل لارې ښودل او د خلکو ذهني، عقلي او علمي کچه لوړول دي.
بریالیتوب ستاسو لپاره له عزت ، الفت ، صمیمت ، شرافت ، سالمیت ، انسانیت او تلپاتې ریښتینو خوښیو څخه ډک ژوند غواړي.
بریالیتوب ستاسو خپله پاڼه ده ، پخپلو ښو کره علمې لېکنو یې بډایه کړئ، اولس ، ټولنې او هیواد ته ستر علمي خدمت وکړئ دا ځکه چې د ټولو ستونځو حل لاره یواځې او یواځې کره پوهنه او سالم تفکر دى. جنګ ، تعصب ، حسد ، منفي او شهواني افکار پخپله عامل ، کورنۍ یې او ټولنه د سترو ناورینونو او بد مرغیو په لور بیایې. بریالیتوب ستاسو د خورا ارزښتمن وخت کره درک لري، چې په همدې سبب ستاسو د کره ، ښه او ګټور اغیزمن چوپړ په موخه یواځې او یواځې ستاسو لپاره کره ، دقیقې ، سالمې او ریښتنیې څېړنې او سپړنې وړاندې کوې.
له تاسو څخه په خورا درنښت دا هیله لرو چې د بریالیتوب د لیکنو د لوستې لپاره مو وخت ځانګړی کړئ تر څو د نړۍ په کچه نه بلکه تر نړۍ لوړ او ژور علمې تفکر او بې ساری آند ولرئ او د خپل ځان ، کورنۍ ، ټولنې او هیواد لپاره لوړ او غوره بې سارې خدمات تر سره کړای شئ.
تل بریالي ، ښاد او آباد اوسئ.
ستاسو په چوپړ کې د بریالیتوب د چوپړیالې ټولۍ لخوا.
بریالیتوب