حکیمانه ویناوې

د محمد صلی الله علیه واله وسلم  خورا ارزښتناکې حکیمانه ویناوې.

مؤ مین تل د حکمت په لټه کې وې

ــــــــــــــــــــــــ

څوک چې  په امانت کې خیانت کوې هغه ایمان نلرې ، او څوک چې پخپل مشروع قول وفا نکوې هغه هیڅ دین نلرې

ــــــــــــــ

غوره امانتدارې د رزق پراخوالې ته دعوت ورکوې مګر خیانت ذلت ، خوارې او بد بختې را غواړې.


مینځنۍ سطحه درک کول یو ستر عقل ده او په ټولو چارو کې  د مینځني حد انتخاب تر ټولو غوره ده


د سهار له لمانځه تر لمر ختو او د مازدیګر له لمانځه تر لمر لویدو پورې خاموش  تفکر یا خاموش ذکر خیر تر دونیا او هغه څه چې په دونیا کې دې غوره  ده


تر دوو صفتونو لوړ دخیر کار بل نشته لکه

پخپل معنوې او مجازې تعهد امین اوسیدل یانې ایمان لرل  او له مخلوق او اولس سره خیر ښیګړه کول

تر دوو خصلتو بدترین  نور نشته لکه 

نه امین کیدل او انسانانو او مخلوقانو ته ضرر رسول 


أوصاني ربي بتسع، أوصاني بالإخلاص في السر و العلانیة و العدل في الرضا و الغضب والقصد في الفقر و الغنی و أن أعفو عمن ظلمني و أعطي من حرمني و أصل من قطعني و أن یکون صمتي فکرا و منطقي ذکرا و نظري عبراً.

په اوو څیزونو خالق تعالی راته  تاکیدې هدایت کړیده لکه

پټ او ښکاره تل مخلص اوسیدل

په خوښې او غصه کې عادل اوسیدل

په مړښت او غریبتوب دواړو کې سپما او سوداګرې کسب.

پراخه ریښتنې بښنه هغه چاته چې لما سره یې ظلم کړیده.

عطیه ورکړم هغو ته چې زه یې محروم کړی یم.

نیکې اړیکې وپالم له هغو سره چې لما سره یې اړیکې ښکولې دې.

سکوت وکړم تر هغو چې فکر ، خبرې ، ذکر او نظر مې له پند یا حکمته  ډک شې.


 

 

کله چې د حصولې زدکړو په اوږد  سفر کې دې پایلې ته ورسیدم چې  په حقیقت کې په هیڅ نه پوهیږم ، همغه مې په  ژوند  کې لمړنۍ لویه ریښتېنې  پټه درک کړه

(خادم)

     حقایق تر پنځو حواسو ها پلو پټ دي چې په پنځو حواسو یې یواځې عرضې روان بدلونونه  او ادنا بڼه درک کوؤ.

(خادم)

د واقعاتو یا پیښو تر شا حقایق  پټ وې ، پس هیڅ کله واقعاتو یا پیښو ته د حقایقو په نظر مه ګورئ بلکه هڅه وکړئ د پیښو تر شا حقایق درک کړئ

(خادم)

 

پدې نړۍ کې هیڅ یو داسې کار نشته چې  د کړو لاره  چاره ونلرې.

 او دهر کار لاره چاره لټول د ذهن کار ده پدې شرط چې د اړینې موخې لپاره  اړین مقدار هورمون  او انرجې یا ځواک ولرې. او اړین مقدار هورمون او ځواک  هغه وخت مغز تولیدولي شي چې  په لړیاله توګه  د اړینې موخې لپاره خپلو مغزو ته  د تمرکز دنده ورکړې او پخپلو مغزو او ذهن باور ولرې چې کولي شي اړين هورمون  او ځواک تولید کړې. 

(خادم)

هغه انسان چې خپل ځان د له هوس له رنځه  نشې رغولي  د ټولنې د کوم رنځ دوا  به شي؟

روحیله بسمل