د بریالي ژوند لس حکیمانه اصول

تل  سپیڅلي او سخي  اوسئ.

د ذکاوت او ذهانت کچه  مو د ځانګړو تمریناتو په وسیله لوړه کړئ.

په هفته کې یوه ورځ  له جدیت فکر څخه تفریح واخله ، او هڅه وکړئ د ورځې دوه وخته شل دقیقې  د سکوت په وسیله فکر له هر څه فارغ کړئ.

د خپل ژوند مسؤلیت او اختیار پخپل لاس کې واخلئ د بل چا د اوږو بار مه جوړیږئ.

د لوړ شعور او لوړ  مورال   عادت  خپل کړئ .

ځان دومره  مه کوچنی او محدود کوه چې شیان ستا پیژندنه  شي ، بلکه ستا پیژندنه باید  برید ونلرې.

ځان له حالاتو  سره سم او  کوږ  کړه ،  مګر هیڅکله  خپل ټاکلی هدف  مه پریږده تعقیب یې کړه.

خپل ځان  ته ځانګړې توجه کوه ، د ورځې د ټولو  وړو او غټو بدلونو  تر شا علتونه  ته ژور فکر کول عادت کړه.

د  سختیو او رنځ په وړاندې په  معصومیت  سره مه کینه ،  بلکه شجاعت غوره کړه.

د مودبانه   شوخیو او  کینایو  مزاج او طبع ولره .

 

(اعجاز الحق اعجازی)

No Comments Yet.

Leave a comment