د ګټې لپاره لوبیدل ژمنتیا غواړي

د ګټې لپاره لوبیدل ژمنتیا غواړي

د بریا لپاره د لوبیدو او د نه بایللو لپاره د لوبیدو ترمنځ لوی توپیر دی. کله چې د بریا لپاره لوبیږو، په ډیر شوق او ژمنتیا سره لوبه کوو. خو کله چې د دې لپاره لوبه کوو چې راځیني ونه بایلل شي، نو له کمزورۍ مقام څخه لوبه کوو. کله چې د نه بایللو په خاطر لوبه کوو، نو د ناکامۍ د مخنیوی لپاره لوبه کوو، خو ډیر کم دې ته چمتو کیږي چې د بریا لپار د چمتو والې بیه پرې کړو.

ګټونکي ګټلو ته ځانونه ژمن او پياوړي کوي. څو کلونه وړاندې د فرانسې لوبډله د فوټبال قهرمانان ول، خو په لومړي پړاو کې یې ماتې وخوړه. کله چې یې ماتې وخوړه ، هغوی وویل: قرارداد مو بایلوده. په همدې قهرمانۍ کې د جنوبي کوریا لوبډلې چې پخوا یې ډیرې لوبې هم نه وې ګټلې او نیمه پایلوبې ته یې ځان را رسولی وو. خو په هغه طریقه چې دوی لوبه وکړه، که څه هم چې لوبه یې ونه ګټله، د خلکو زړونه یې وګټل. توپیر په څه کې و؟ توپیر په دې کې وو چې یوې لوبډلې د قرارداد لپاره لوبه کوله او بله لوبډله د خپل هیواد لپاره لوبیدله. دې ته د بریا لپاره د لوبیدو او نه بایللو لپاره د لوبیدو ترمنځ توپیر ویل کیږي.

کله چې د ګټلو لپاره لوبیږو، هڅول کیږو، خو کله چې د نه بایللو لپاره لوبه کوو ناهیلې کیږو او فشار راباندې ډیریږي. د دې دواړو ترمنځ لوی توپیر دی.

دلته هیڅ تصوري شرایط نشته او نه به هم وي.

هر مقصد او برخلیک ته د رسیدو لپاره، ته اړ یې چې ځیني وختونه د خپل ژوند بیړۍ د باد په لورې او ځیني وختونه د هغه مخالف لورې روانه کړې خو باید چې بیړۍ د روانه وساتې.

له هر لوبغاړې یا لوبډلمشر که پوښتنه وکړې چې د ښې او بدې لوبډلې ترمنځ توپیر په څه کې دی. نو کیدی شي ډیر لږ توپیر یې ترمنځ وي، توپیر د لوبغاړې په فزیکي جوړښت، استعداد او وړتیا کې دی خو لوی توپیر احساساتي توپیر دی. ګټونکی ټیم قربانۍ ورکولو ته چمتو وي او هغوی زیاتې هڅې کوي.

دوی د ګټلو لپاره پیاوړې لیوالتیا لري. ګټونکي ته چې سیالي څومره سخته وي هومره یې

  • لیوالتیا زیاتیږي
  • انګیزه پیاوړې کیږي
  • لاسته راوړنې غوره کیږي
  • بری خوندور کیږي

نوې ننګونې او چیلینجونه نوی بلقوه ځواک زیږوي. د ډیری لوبغاړو ښې لاسته راوړنې هغه مهال مینځ ته راغلي چې د دوی پر وړاندې ډیر کم چانس وو. دوی هغه مهال دې ځای ته ورسیدل کله یې چې خپلو احساساتي ذخیرو پر لور ژورې کیندنې وکړې.

کله چې ستړی کیدم او غوښتل مې چې بس يې کړم، نو د دې انديښنه به راسره وه چې راتلونکې رقیب مې څه کول. که مې لیدل چې هغه لا هم کار کوي، نو ما به هم دوام ورکاوه، کله چې مې هغه په شاور کې لیده، نو له دې مې هم سخت کار کاوه.

(ژباړه انجینر عبدالکبیر صالح)

No Comments Yet.

Leave a comment