څړکني یا شعرونه

شعر یا څړکن

کله چې د انسان د عقل له شعور ، تحت شعور یا لا شعور څخه احساسات د برابرو کلیمو یا تورو په بڼه ښکاره شې نو شعر یا څړکن ورته وایې ، پدې مانا شعر هرومرو د انسان د عقل د شپږو (۶) شعورې برخو څخه را وځې . د انسان د عقل شپږ شعورې برخې په لاندې ډول دې.

اول

 ډیره بوختمنه یا فعاله برخه - ویښ شعور یا شعور ظاهري.

ددې دنده په یو مهال زیاتو کارونو مناسب درک او اجرا ده او په وړ یا مناسبه موقع له تحت شعور او یا هم کله ناکله له لا شعور څخه خبرې یا معلومات اخلي .

د بیلګې  په توګه:

تاسو له یو میلمه یا دوست سره غږیږئ، په همدې یو مهال ستاسو عقل ډیرې لازمې چارې سنبالویي، لکه له میلمه سره ښه روغبړ، د هغه پو ښتنو ته وړ ځواب، دچای ، څښاک یا خوراک مناسب ورته داسي ست کول چې ستاسو عقل کې د هغه امکانات  سنجول شوي وې.

بله بیلګه ، تاسو اوس فیسبوک کاروئ ، د چا د پوښتنې په ځواب کې ستاسو شعور یا ځرک له تحت شعور څخه د اړوندې پوښتنې معلومات غواړې او که ستاسو په تحت شعور کې اړوند معلومات محفوظ یا ثبت وه نو سم دستې یی معلومات  شعور ته ورکوي او شعور لاسونه ، سترګی غوږونه مبایل د مبایل یا کمپیوټر مناسبې تڼۍ ټولې یو محال  ښې اداره کوې او ځواب وایاست.

که په لنډ ډول ووایم  شعور دئ چې د هر کار او قضیې لپاره د څنګه  سوال ته فورې ځواب په مناسب ډول  په یو مهال کې لټوي او ورکوي، ساینسې نړۍ هم د شعور د پرمختګ یوه نمونه ده.

دوهم :

تحت شعور، پټن ځرک یا ارشیف :

انسان چی هر څه په ژوند کی مشاهده کوي یا زده کوي نو د هغو ټولو زدکړو یا معلوماتو یو کپې په ارشیف یا تحت شعور کښی حفظ یا ثبتیږې  چې د اړتیا په وخت  یې شعور ته ورکړې.

دریم:

لا شعور، یا حیوانی کړنې یا ژو ځرک

انسان په ژوند کی د ښو تر څنګ بد هم زده کوي او ټول بد کارونه ، بد افعال چې ورته نفسې یا حیوانې  افعال افکار او تحریک وایې  هم زده کوي ، دا ټول په لاشعور کې زیرمه کیږې ،  د لا شعور کړنې ښکنځل ، بد فعلي ، بد لمنې ، نشه ، حرص ، حسد ، کینه ، دروغ ، بهتان ، ځان پرستي ، ځان غوښتنه ، د شهرت  هوس ، د بنګلې  او عیاش زوند هوس دا ټول کارونه د لا شعور دي. لا شعور  د سم ښه تربیه او تذکیه انسان په ویښه فعالیت نکوې خو ډیر شاذ او نادر کله ناکله په خوب کې کار کوې چې یوه بیلګه  یې احتلام یا شیطان غولول دې، که څه هم په احتلام کیدو کې د جنسې هورمونو د زیاتوالی اغیزه هم وې خو که څوک پخپل لا شعور یا ژو ځرک بشپړه واک ولرې او تهدید یا تذلیل کړی یې وې نو په خوب کې هم احتلام یا دروغ ویل نا شونی کړ ده.

د پورته دریو عقلې برخو سر بیره  بیا  په ورته  نومونو درې  نوري برخې د انسان عقل لرې .

چی نمونه یی په لاندی ډول دي.

فرا یا ماوراء ځرک یا  شعور

هغه موضوعات، قضیې یا فرضییې چې د عامه فکر او عادې پنځو حواسو څخه لوړې وې، ادراه کوې ، د بیلګې په ډول ، تصور ،  د دوو موجوداتو  په  اسنتباط دریم  وجود چی په ښکاره یې  درک کول یا حس کول نا شونی ده ،  مګر   ځواب موندل  د فرا شعور کار ده.

ماورا ء تحت شعور

ماوراء تحت شعور  کې زمونږ د انساني خلقت  ټوله  تاریخچه پرته ده که درست تعقل تخنیک وشې کولي شو ټوله را وسپړو ، البت فرا شعور هم ډیرئ پوښتنو ځوابونه له فرا تحت شعور څخه تر لاسه کوي .

که تاسو لږ پام وکړئ ، نو زمونږ ستاسو ار- این –ای او ډی – این – ای زمونږ ستاسو د مور پلار څخه او د هغوئ بیا زمونږ له نیکه څخه او د نیکه له جد څخه او د جد له برجد څخه همداسې در واخله  حتا تر هغه وخته چی  انسان  اولینې  هیولا یا اولینې حجرې  او د هغې ار این ای او ډی این ای ته ورسیږې.

اوس نو هره ډی این ای یو مخصوص کډ شمیره او پکې د ډاکسې رائبو نیوکلیک ایسد  ځانګړې اندازه او مقدار لرې، چې  د یو انسان بشپړه  غږیزه ، ژوندیزه ، او د زوند د کړو وړو بشپړه پیژند پاڼه یا تذکره ده، فقط یوه  ار این این او یوه ډی این ای د انسان ټول ژوند سپاړې.

که په لنډو ټکو ووایم  او له اوږده  بحث څخه را تیر شو نو  ار این ای او ډی این ای ته د انسانی تاریخ   چپس یا  میمورې کارت هم ویلې شو ، همدا میمورې خو مونږ ته د معمولې شمیرې په تفاوت نسل په نسل را انتقال شوېده ،  او هر ځل انتقال له ځان سره پخوانۍ سپاړڅه یا ډیټا ، اغیزه او حالات راوړې ،  ډیر ځله به په تاسو هر یو داسې شوې وې، چې د یوې منطقې یا چا په اړوند تکرار داسې احساس کوئ لکه چې پخوا مو لیدلئ وې ، یا داسې منطقه تکرار په خوب وینئ چې  هغه  تاسو هیڅ کله نده لیدلې.

په حقیقت کې دا د  فرا تحت شعور د ار این ای- او ډی این ای را انتقال شوی تاریخ ده چې  ستاسو پلار نیکه جد برجد یا ممکین لسم ، شلم اویایم یا زرم یا هم لس زرم یا میلیون پشت پخوا  هغه څوک چی ستاسو ار این ای او ډی این ای ورڅخه  سر میندلې،  تللی وه او د هغه تاریخ ستاسو په فرا تحت شعور کې  په خوب یا تصور  کې ګرځې.

همدا شان  په فرا تحت شعور کی الله ج هم  د موجواتو ټول استعداد انسان ته په خپل قدرت سره ور  زیرمه کړی یا انسټال کړیده، که انسان درست  خپل ځان مهار کړي  کولي شې له الهی زیرمه شویو  علومو  څخه د هر وجودې علم په اړوند  حکمت را وسپړې . 

ماوراء لا شعور

د ظاهرې لاشعور غوندې انسانې عقل  د فرا یا ماورا  شعور عقلی برخه هم لرې چې  د هغې له مخې یې انسان ته بې ځایه غلطې وسوسې ورلویږې ، د هغه هم یو دلیل پخوانې تاثیرات وې، دوهم د هغه چاپیریال او تربیتې زدکړې دریم  د هغه   ناسمې  عقیدوې انګازې  د انسان فرا لا شعور لا پسې غښتلې کوې.

تاسو به وینئ ګورئ، او لیدلې وې او لا به یې اورئ چې

ډیر خلک  استغفرالله  کوم حیوان  ، څوک بیا انسان ، څوک  کوم بت ، څوک شیطان  په  ربوبیت نیسي دا د هغه دفرا لا شعور تحریک او په جسم حاکمیت وې.

ډیر خلک بیا  ددې پر ځای چی  د الله ج وحدانیت درک کړي  برعکس  د ځان پرستې او مغروریت  دې مقام ته رسې چی د الله ج له هستې منکر وې او فکر کوې چی ټوله هستې چې نن یې مونږ وینو د اولینی یوې ژوندۍ هیولا  په پایله کې را منځته شویده دوهمه برخه غیر زوندې موجدات دی چی د فضا له مختلفو ذراتو را منځته شویدې.

د هغوئ د عقلې برخو تر مابین د اړیکو او د معلوماتو د توپیر څرک او ځرک ډیر ومړی وې.

جسم د عقل غلام ده ، که پر جسم د عقل د پورته تشریح شوې هرې برخی احکام صادر شې نو جسم یې پیروې کوې.نو له  همدې ځایه ده چی غواړم د شعر په هکله ډیر زیات اړین معلومات ولیکم .

د عقل د ټولو  برخو تر منځ د اړین یا لازم یا مناسب  معلوماتو په مناسب یا اړین وخت او موقعت کې انتقالولو دنده د ضمیرې قوې ده ، ضمیر ته ځینی خلک وجدان هم وایې، په حکمت کی توپیریال ورته وایې ، چې له اړوندې موضوع سره وړ او ناوړ معلومات په وړ وخت وړ مکان او زمان کې د عقل له یوې برخې بلې ته د انتقال اجازه ورکوې.

وروڼو او خویندو،  لکه مخکې چې مې یاده کړه هر شعر د انسان د عقل له کومې  شعورې  برخې را وځې یا صادریږې ،  او ځکه ورته شعر هم وایې یانې د شعور محصول، او شعور شپږ ډوله ده ، پدې سبب شعر یا اغیزې یې هم شپږ ډوله دې.

شعر که ښه وې یا بد خو د هر ډول شعر خوښونکي وې، د هر شعر ویونکی او خوښونکی په اسانه پیژندل کیژې چې  د عقل یې کومه برخه زیاته فعاله یا ویښه  ده ؟

په همدې سبب ده چې له ډیر پخوا څخه د خوی پیژندنې  یوه مشهوره ازموینه یا ټسټ شعرونه مقابل ته ورکول او د هغه نظر پوښتل دي.

لاشعوری شعر

شعر  که د لا شعور  له تحریک او د هوس  له  جوشه  سر چینه اخیستې وې نو  په هغه اوریدونکي یا لوستونکي  ډیره  زیاته اغیزه کوې چې  یا یې وجدان ( ضمیر ضعیف ده ) یا یې تربیوې کچه ډیره ټیټه وې، یا یې لاشعور نسبت شعور او نورو برخو ته زیات فعال وې.

داسي کسان چې  لاشعوري اشعار اورې ،  نو لا شعور یې لا دومره پسې مست شې چې انسان په نڅیدا راشې او د آسایشاتو او شهوانې خواهشاتو قوه یې په ځانګړې ډول  متحریکه شې . ځکه خو محمدص داسې سندرو اوریدلو ته ذهنی زنا وایې، او ځکه هم یې د حرام حکم هم ده.

دداسې شعرو ویونکي او او نشرونکي  پخپله د لاشعور نفسې غلامان دي او لا نور خلک بربادوي او د خلکو عقاید، ژوند او د ټولنې ریښتنی ارامښت له خطر سره مخ کوې. 

تاسو به یې ښکاره مثالونه په فکر کښی لرئ چې دلته  په لیکلو نه ارزې.

شعوری شعر:

ډیرئ حکیمان ، پوهدوستان یا د قدرت او تخلیق یا علمې څېړندویان د پوهنیزو  اصولو یا فورمولونو  د تذریق په موخه شعر یا څړکن لیکې تر څو د ټول مطلب خلاصه په یوه دوه مصرو کې راغونډه کړې او د زده کونکو لپاره هم اسانه شي.

د داسې شعرونو ډیرئ  موخه  سپیڅلې احساسات او  د اړوندو علمي مطالبو  فورمول په یادولو لپاره  د شعر په بڼه  یا د نظم په بڼه  یا  سم بیان په بڼه  لیکل شوې یا بیان شوې وې د مثال په ډول.

فالعنصري الصوري للقوام  (علت مادې او علت صورې  د شي داخلې علتونه دي)

و للوجود الفاعلي التمامي (اما د مادې خاریجې علل له علت فاعلې او علت غایې (تمامی) دي.

داخلې دي علتونه چې مادې ، صورې یادیږې

خاریجې دي علتونه چې فاعلي ، غایې یادیږې

و ما لاجله الوجود حاصل ( او د هغه څه لپاره چه له وجود څخه یې غواړې حاصل شي )

فغايه و ما به ففاعل  ( پس هغه غایه ده، او هغه څه چه څوک پر ځان د کار لپاره مشغول کړی علت فاعلی ده)

له یو شي څخه چې کومه موخه بویې

هغه غایه ده چې فاعل ورباندې بویې

حامل قوه لشي عنصره  ( هغه شی چه حامل قوه جذب د بل شي وې )

بوحده او ضم ما يغابره (په تنها یا د بل په ضمیمه ، نو هغه وجود یادیزي یانې ماده ده )

چې یې ځان لره ورکش کړې کوم بل څه

که یواځې یا په ګډه د  بل څه

دا یادیږې د مادې ښکاره علت

چې وړتیا  لرې د کش او فعلیت.

و ما به للشي ء فعليته ( هغه څه چه د کوم په وجه یو شی د بل شی لپاره د فعل وړ ګرځیدلی )

صورته فمنه شيئيته (بڼه یا صورت ده د هغه ، پس دا یو څیز ده)

چې سبب شې د بل د فعلیت

په شیانو کې همدا صورې علت

یا

فولانی علی لاکتاب جمعآ  -  فحکمه نافذ فی کل حال

زما د په ټولو کتابوقسم  وې -  چې د هغه ( الله ج) حکم به په هر حالت کی نافذ وي.

زما د لوړه وې په ټولو کتابونو

تل قادر به وې په ټولو عالمونو

یا هم زما یو شعر  چې د دونیا تعریف ده :

وجود روان ده تل تغیر کړې،چې ادنا یادیږي.

دا مجموعه د وجودنو ده دونیا یادیږې

داسې اشعار  ژبې او ټولنې ته ښه چوپړ ده او د خلکو د ځراک (ذهن) او ځرک (شعور)  کچه هم لوړوې، داسې څړکني چې څومره ډیریږې په ټولنه کې علمې مجلسونه دود کیږې.

منطقی شعر

کله چی  تحت شعور او شعور په دواړه په ټولنه کې  د کومې قضیې د لیدلو ارزولو تحلیل او تحقیق څخه ورسته په یوې داسې پایلې ته ورسیږې چې  له هغه څخه موخه د خپل داخلې څرنګوالې اظهار او هم د نورو پوهه کول وې د بیلګې  په توګه.

نن بی دینه چی دعوه هم د خدمت کا

داسې څوک شته چې همدغه ملامت کا

یا

که ما ویل ته یې ، تا ویل ته یې

هم به ته یې هم به زه یم

که ما ویل زه یم، تا ویل زه یم

نه به ته یې نه به زه یم .

داسی شعرونه هم ژبې،  ټولنې او تربیت ته ډیره ګټه رسوې لکه مخکې مو وویل هر څړکن یا شعر رسا په شعور اغیزه لري.

الهامی شعر

کله ناکله ځیني انسانان  په لړیاله توګه  څیړنو او تحصل په پایله کې د تفکر مرحلې ته رسیږې چې د بیا بیا تمرکز په پایله کې یې ورو ورو فرا شعور  په کار پیل کوې ،او داسې حقایق یا مطالب درک کړې چې  په هغو فکر کول یو فکری مشق تمرین او زیاته ګټه لرې او داسې اشعار لوستونکې مجبوروې چې لوړ او عمیق فکر وکړي او په بیا بیا فکر سره یې د استدلال عقلې ځواک  ویښ شي او یو ویښ څرکه ویښ ځرکه  انسان شي.

داسی شعرونه  هم  ټولنې او هم ژبې ته غوره چوپړ ده او باید قدردانې یې وشې.

ډیرئ تصوفې او فلسفې شعرونه د فرا شعور څخه را وځې، تاسو د مرحوم غنې خان ، رحمن بابا ، حمزه بابا په شعرونو کې په څرګنده دا بیلګې لیدلای شئ.

د فرا ځرک څړکنو څو بیلګې  تاسو ته ډالۍ کوم.

ظاهــر کعبې ته مـــــــخامـــخ وم ړندو مـــــا ته کـــــتل
ربه زه ستا په نور کې غرق مې ستا ښکلا ته کتــــــــــل
یاغې لګـــــــیا وه په صفت کـــــــې د وجــــــود و ماته
فــاروق احساس مې په وجود کې تــــجلا ته کــــتـــــــل
هســــې بهانه وه چې بورا په ګــــل مین شــو خــــــلکه
مـــــــــا د بـــــورا د مینې ســــــر او انتـــــها ته کــــتل

( ن. خادم)

ظرفیت مې د جانان راته مــــــعلوم شـــو
ربه شکر پوره ایمان راته مـــــعلوم شـــو
یو په یوه چې په ویښه کې را ویښ شــــوم
فن د ستور د ټول انسان راته معــــلوم شو
هیڅ قانون چې د طبعت را ښـــــکاره نکړ
ارز تقدیر کې دا پریمان راته معلوم شـــو
ما وراء او که ما بـــــعد دي حکــــــمتونه
یمه خوښ چې درست فرقان راته معلوم شو
ربه ســـــتا مینــــه مې تار د رهبــري شوه
ستــــا په مینه کې خپل ځان راته مــعلوم شو
زه خـــــــادم خـــــوښ مې پخـپله خادمي یم
هـــــلته امــیر دلتـــه لقمـــان راته معلوم شو

 

-----------------------------------------

اځرار

چې هرآلم ته ځم هغه څرکبار راسره ځې

ما وړې د رڼا غوڼډ ته داسي تار راسره ځې

مینه شي، کېنه شې ورنه جوړه لؤلکه شې

څرک تنده د هغه مې یو خمار راسره ځي

ما وړې ، ورکښوې د پيل لمړي ځای ته

ځراک کې مې اغیزه د ستار راسره ځې

کتله که انځوری ده، سمونیال یاملکي ده

رئمن دهغه رئم په هره لار  راسره ځې

آندکسه په څړکن کې مې رانغښتي انیامونه

که دلته یم یا هلته پټ اځرار را سره ځې

احساساتی نیمه لاشعوری شعرونه

داسې شعرونه ډیرئ تر یو سیاسې یا مذهبې پلان لاندې جوړیږې. ددې نمونه په ایران کی زیاته ده ، ددې شعرو موخه د اوریدونکو احساساتي کول او د احساساتو په وسیله د هغه عقلی  پروسه متشنج کول  او  د اشعارو په وسیله د اوریدونکو او لوستونکو  افکار او عقاید خپلو  مرموزو  اهدافو ته برابرول لکه

د شیعه ګانو او طریقتونو  د ډلو غلوبې شعرونه چې له حده زیات غلوب پکې کیږې.

لکه  په افغانستان کی د جنګپالو لخوا  د جنګې  فکره  زیات  توصیف او د  مقابل  توهین او تذلیل تر څو ددې شعرو په وسیله  عامه افکار و کې خپلې  انګازې په ملې کالیو کې ونغاړې او د خلکو افکارو ته یې ور ستن کړې. 

دا ډول شعرونه د انسانیت او اسلامیت سره په ټکر کې دې ، ځکه ډیر زر ساده انسانان پدې شعرو تسخیر کیږې او فکر یې هوایې او سودایې کیږې او شعور له لاسه ورکوې، او احساساتې پریکړې کوې.

لفظې شعر

ډیر خلک د ژبې او الفاظو لخوا  روان شعر وایې چې  د مجالسو د خوشحالې او د ټولنې له رواجونو او کینایو سره سم یې وایې ډیرئ داسې شاعران  ښه شعرونه او ډیر بد شعرونه هم وایې

که تاسو په کلیو بانډو کې ځینې خلکو ته وګوئ،  د بیلګې په توګه په وزیرو کې عقل زادین او داسې نور هغوئ بیا دا نه ګورې چې څه وایې، او د علم او ادب تقاضا څه ده ؟

هغوئ لدي اشعارو  یواځې د ځان  مشهورې  د خلکو توجه ځانته جلبول  او د خلکو خوشحاله کول او ځانته پرې روزې پیدا کول موخه وې.

داسې شاعرانو سره باید  ورو ورو  علمې مرسته  وشې چې  د هغه پوهنیزځواک او د شعور ځواک  را ویښ شې او  ګټور  مانا لرونکې شعرونه ولیکې .

په ټوله کې

هر شعر په اعصابو اغیزه  لرې.

کچیرې شاعران  خپله اسلامې، ملې ، انسانی  اوعلمې دنده  کره درک کړې او د شعر لیکلو غایه ( موخه ) د ټولنې اخلاقې او علمې پرمختګ او د خلکو د افکارو  مثبت تحریک وټاکې  نو  بې له شکه ټولنه به په تیزې سره  د مثبت بدلون په لورې  غټ غټ ګامونه واخلې.

هیله ده بریالیتوب په ښو فرا شعورې شعرونو غنې کړئ، او په ټولنه کې د لا شعورې لیکنو ، شعرونو مجلسونو مخ نیوئ په پوره مسؤلیت سره ادا کړئ.

ستاسو د قدر وړ نظریاتو په هیله

ستاسو چوپړیال

ډاکتر خادم